د کابل پوهنتون اقتصاد محصلینو ته د مالیاتي قوانینو پیژندلو په اړه سمینار دایر شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۳:۱۳
3547

نوموړی سمینار د مالیې وزارت عوایدو عمومي ریاست لخوا د مالیاتي قوانینو، طرزالعملونو، لارښوونې، لایحو او سیستمونو په اړه د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته دایر شوی دی.

د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار جاوید احمد شهیدي نوموړی سمینار د محصلینو په هڅوونه کې مهم یاد کړ او زیاته یې کړه؛ چې د محصلینو د عملي کارونو لپاره به زیاتې هڅې وکړي، تر څو په دې برخه کې یې شته ستونزې حل شي.

د مالیې وزارت عمومي عوایدو ریاست ترینر عبادالله درمل ددې سمینار موخه د محصلینو د علمي مهارتونو لوړول، د عوایدو ریاست د جوړښت سره بلدتیا او همدارنګه دهېواد د مالیاتي قوانینو پیژندل یادکړل، او زیاته یې کړه، چې نوموړی سمینار د محصلینو د عملي کارونو د خوځښت سبب کیږي.

په یاد سمینار کې د ګډونوالو محصیلنو څخه یو تن دمالیې وزارت څخه د ددې سمینار  له دایریدو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې محصلین د عملي کارونو سره علاقه لري او دې ته ورته  نور سمینارونه دې هم په راتلونکي کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی سمینار د کابل پوهنتون محصلانو انسجام آمریت سره په همغږۍ د محصلینو لپاره دایر شوی دی او په پام کې ده په راتلونکي کې هم ادامه ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د کابل پوهنتون ملي مجلو نړیوال اعتبار ترلاسه کړ

د یوه ستر او ویاړلي علمي پرمختګ په ترڅ کې، د کابل پوهنتون دوو علمي-خپرنیزو مجلو «د ټولنیزو علومو علمي-خپرنیزه مجله» او «د طبیعي علومو علمي-خپرنیزه مجله» چې تر دې دمه د ملي معتبرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۹:۴۵
Background image

د بایوستاتستیک او SPSS روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له لوري د یاد پوهنځي د ځوانو استادانو لپاره د احصایوي سافټویر بایوستاتستیک او SPSS شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، موخه یې د هغوی د څېړنیزو مهارتونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۱۹
Background image

سلګونه محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې د ظرفیت لوړونې له لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ محصلین فارغ شول.

دا کورسونه کمپیوټر، ویناوالۍ، خطاطۍ، مصنوعي ځیرکتیا، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: