د کابل پوهنتون استادانو لپاره مسلکي پراختیا ځانګړی پروګرام بشپړ شو
نوموړی روزنیز پروګرام چې د P T S)) اکاډمیکې موسسې ټیم لخوا د آمریکا او کاناډا مشهورو پوهنتونو استادانو په ګډون د کابل پوهنتون پوهنځيو رئیسانو، ډيپارټمنټونو آمرینو او استادانو لپاره جوړ شوی وو، د روان ۱۴۰۲ هـ ش کال چنګاښ میاشتې په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ بشپړ شو.
د یاد روزنیز پروګرام د پای ته رسېدو په تړاو په کابل پوهنتون کې غونډه جوړه شوه، په یاده غونډه کې د مېلمنواو مسؤلینو د خبرو ترڅنګ ګډونوالو استادانو ته تصدیق پاڼې هم وویشل شوې.
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په یاده غونډه کې د خبرو په ترڅ کې د P T S)) اکاډمیکې موسسې ټیم څخه دمننې ترڅنګ د نورو همکاریو غوښتنه هم وکړه.
نوموړي وویل:
(( له یادې برنامې څخه استادانو ډېرموضوعات زده کړي او P T S)) ټیم هم د فرهنګ، ټولنیز ژوندترڅنګ علمي چارې هم زده کړې او هیله لرو، چې په سالمه توګه نوموړی تصویر خپلو هېوادونو ته هم انتقال کړي.))
بل خوا دلوړوزده کړو وزارت علمي ترفیعاتو او ګمارنو رئیس ښاغلی انجنیر مفتاح الدین عزام وایي، چې په علمي برخو کې د ظرفیت لوړېدل یوه اړتیا ده او دلوړو زده کړو وزارت ژمن دی، چې په دې برخه کې اغېزمن پروګرامونه ترسره کړي، نوموړي د (P T S) ټیم څخه و غوښتل، چې د ولایتونو په پوهنتونو کې نوموړي پروګرامونه هم ترسره کړي.
د کابل پوهنتون هغه استادانو چې په یاده برنامه کې یې برخه اخیستې وه وویل، چې یاد پروګرام په بیلابېلو برخو کې ددوی له علمي پوهې سره مرسته کړې ده.
په همدې حال کې د (P T S)اکاډمیکې موسسې ټیم رئیس ښاغلي دیوید آلن لندسي د کابل پوهنتون رهبرۍ له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی له یاد روزنیز پروګرام څخه افغاني فرهنګ، تاریخ، رواجونه ا ونور مهم مسایل زده کړي او هغه به هیڅکله هېر نه کړي او د یاد پروګرام پیل به د کابل پوهنتون سره علمي همکاریو دوام وي.
په نوموړي روزنیز پروګرام کې چې ۱۵ ورخې یې دوام وکړ، د علمي رهبرۍ او پوهنځیو رئیسانوته د ستراتیژیک پلان جوړول، د ډیپارټمنټ آمرینو ته د نصاب کورس ډیزاین، د استادانو لپاره د کورس پالیسي او تدریس میتودولوژي په برخو کې زده کړه ورکړل شوه.