د کابل مرکز ي پوهنتونونو استادانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د هیواد د لوړو زده کړو پر وزیر د محدودیتونو لګول وغندل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۳۷
Jalasa e eteraz ustadan

د کابل مرکزي پوهنتونونو استادانو په یوې اعتراضیه غونډه کې، چې په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د هیواد د لوړو زده کړو په رهبرۍ د سفر محدودیت او بندیزونه وغندل او ژر تر ژره د هغو د ختمولو غوښتونکي شول. دا اعتراضیه ناسته د روان کال د سرطان په ۷ نېټه د سې شنبې په ورځ جوړه شوې وه او د کابل مرکزي پوهنتونونو استادانو او رهبري پلاوو په کې ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اقدام غیر منصفانه وباله او ویې ویل، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري تل د هیواد د تحصیلي سیسټم د ښه والي په هڅه کې ده او په خپله د وزیر صیب په کوښښ په پوهنتونونو کې درسونه پيل شول او ټولې چارې په عادي ‌‌‌‌‌‌ډول دوام لري، د ملګرو ملتونو دا کړنه د هیواد د تحصیلي نظام او د افغانستان د خلکو په حق کې جفا ده، مونږ هیله لرو، چې ملګري ملتونه پر خپلې غیر عادلانه پریکړې باندې له سره فکر وکړي.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون استاد پوهنمل عبدالله اواب د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د بندیزونو لګول د هیواد د لوړو زده کړو سیسټم سره ښکاره دښمني وبلله او تاکید یې وکړ، چې دا کار د ټولو نړۍ والو قوانینو او بشري حقونو خلاف دی او د اساسي حقونو څخه د افغانستان د خلکو د محرومیت سبب کیږي.

د کابل طبي پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند نجیب الله امرخېل هم یاد محدودیت غیر اصولي او غیر اخلاقی وباله او تاکید یې وکړ، چې د ملګرو ملتونو دا کار په اصل کې د افغانستان د خلکو په وړاندې د لوړو زده کړو دروازو د تړلو په مانا دی او مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې پر خپل دې غیر مسوولانه تصمیم باندې بیا کتنه وکړي.

همدارنګه پدې ناسته کې د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنمل شاه رخ روفي او د پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهندوی سیف الرحمن احساس هر یو په خپل وار سره په اړوندې موضوع خبرې وکړې او تاکید یې وکړ، چې د لوړو زده کړو په رهبرې د بندیزونو لګول او انزوا ته د افغانستان کشول سم کار نه دی او نړۍ باید انزوا ته د افغانستان کشولو کوښښو نه متوقف کړي.

د دې اعتراضي ناستې په پای کې د کابل مرکزي پوهنتونونو استادانو او رهبري پلاويو د پرېکړه لیک په خپرولو سره د ملګرو ملتونو له لوري د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د ټولو بندیزونو او محدودیتونو لرې کولو غوښتنه وکړه او تاکید یې وکړ، چې دا کار د ملګرو ملتونو د ټولو منل شوو قوانینو او پرنسیپونو خلاف دی او باید لغوه شي.

د پرېکړه لیک په یوې برخه کې راغلي دي، چې د لوړو زده کړو وزارت مقام باندې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول محدودیتونو او بندیزونو لګول په اصل کې د هیواد تحصیلي نظام او د افغانستان له خلکو سره دښمني ده او پایله به یې نه جبرانېدونکي او تاواني وي او دافغانستان مظلوم ملت سره لویه جفا شمېرل کیږي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خپله دا ظالمانه او له عدالت او واقعیت څخه لرې پرېکړه بېرته واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۴۱
Background image

«علم او فن» علمي-څېړنیزې مجلې د ۱۴۰۴ هـ ش کال لومړۍ ګڼه خپره شوه

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له لوري د «علم او فن» په نوم علمي-څېړنیزې مجلې د ۱۴۰۴ لمریز کال لومړۍ ګڼه خپره شوه. دا څېړنیزه مجله د هیواد له زراعتي او حیواني علومو سره تړل شویو مسایلو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

د اسلامي څېړنو ځانګړې علمي-څېړنيزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه

د کابل پوهنتون د اسلامي څېړنو ځانګړې نړيوالې علمي-څېړنيزې مجلې "مجلة الدراسات الإسلامية- جامعة كابل" څلورمه ګڼه خپره شوه.

په دې ګڼه کې لاندې لس علمي مقالې خپرې شوې دي:

1- التمييز بين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ لمریز کال د مني سمستر ممتازو محصلینو ستاینغونډه ترسره شوه

دا کلنۍ غونډه چې د کابل پوهنتون د ممتازو محصلانو لپاره جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شی.خ الحدی.ث مول.وي ند.اء مح.مد ند.یم، د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.