د کابل حوزې کانکور آزموینه ترسره شوه
د ۱۴۰۲ هـ ش کال کابل حوزې کانکور عمومي آزموینه د روان کال زمري میاشتې په ۲۷ نېټه په کابل پوهنتون کې ترسره شوه، د کابل حوزې کانکور آزموینې پرانیستې مراسمو کې د آزموینو ملي ادارې رهبري، د لوړو زده کړو وزارت معین د کابل پوهنتون رهبري او د ملي رادیو تلویزون رئیسانو برخه اخیستې وه.
د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد په سطحه د کانکور آزموینې په اهمیت په اړه خبرې وکړې او ددې روند د ځانګړیتوب غوښتنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي طاهر احمد په یاده غونډه کې په پوهنتونو کې د عصري علومو په زده کړه ټینګار وکړ، د ملي رادیو تلویزون رئیس ښاغلي قاري یوسف احمدي په یاده غونډه کې خبرې وکړې او له ځوانانو وغوښتل؛ چې د علم او پوهې په زده کړه ټولنه اصلاح کړي.
د آزموینو ملي ادارې رئیس ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني د کانکور آزموینې له ړونتیا او عدالت څخه ډاډ ورکوي او ټینګار کوي، چې داسې سیستم طرحه شوی، چې د تقلب، جعل کارۍ نه شي کولای د په هغه کې نفوذ وکړي، نوموړي زیاته کړه، چې د تیرو کالو په نسبت سږ کال د ګډونوالو د جذب ظرفیت لوړ شوی دی.
د کانکور ملي ادارې د مهالوېش په اساس په ټول هېواد کې د کانکو آزموینه په (۵) دورو کې واخیستل شوه چې (۳) دوره یې په ولایتونو کې او څلورم دور آزموینه په کابل کې ترسره شوه. د آزموینو ملي ادارې رئیس په وینا چې له ټول هېواد څخه له سلو زرو څخه زیات ګډونوال په آزموینه کې ګډون کړی، چې دهغه له ډلې به د لوړې سلنې نومرو په درلودلو لوړو زده کړو وزارت ته جذب شي.