د کابل، البیروني، غزني او پروان پوهنتونونو د اسلامي ثقافت مضمون د نوو تشکیل شوو بستونو نوماندانو خپل علمي کنفرانسونه ارائه کړل
د کابل، البیروني، غزني او پروان پوهنتونونو د اسلامي ثقافت د نویو تشکیل شوو بستونو نوماندانو په مناسبه اوشفافه فضا کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني، د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز، داور هیئت، د شرعیاتو پوهنځي د رئیس او استادانو په حضور کې خپل علمي کنفرانسونه ارائه کړل.
د غه برنامه د جمعې او شنبې په ورځ چې د روان کال د وږي میاشتې له ۲۵ او ۲۶ مې نېټې سره سمون لري د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په تالار کې تر سره شوه چې ۵۷ تنه نارینه او ۲۰ تنه ښځینه وو په کې خپل کنفرانسونه ارائه کړل.
هغه نوماندان چې د کنفرانس نتیجه یې د داور هیئت لخوا څخه مثبته ارزیابي / وګڼل شي د اسلامي ثقافت مضمون د استاد په صفت به په ذکر شوو پوهنتونونو کې په دنده ګمارل کېږي.
دا پداسې حال کې ده چې له یادو داوطلبانو څخه د نړیوالو ژبو او تخصصي مضامینو ازموینه د مؤظفې کمېټې لخوا څخه اخیستل شوې وه.