د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د قرانکریم ختم او د دعا مراسم جوړ شول

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۱۷:۳۷
بشسثشسث

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي رییس، یو شمېر استادانو، کارمندانو او محصلینو نن د روان کال د لړم میاشتې په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د همدې میاشتې په ۱۲مه نېټه په یوه تروریستي برید کې د دې پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو یو شمېر محصلینو د شهادت او یو شمېر نورو د ټپي کېدو له امله د قرانکریم ختم او د دعا مراسم تر سره شو او د دې وحشیانه برید د غندنې تر څنګ یې د هغوی له کورنیو او د کابل پوهنتون له کورنۍ سره یې غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه.

دا مراسم د سهار په ۹ بجو د ښکلو هنرونو پوهنځي د رییس، یو شمېر استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د دې پوهنځي په یوه ټولګي کې جوړ شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: