د ښځینه زده کړیالانو د پام وړ!
د کابل پوهنتون د زده کړیالانو د خدمتونو د انسجام آمریت د خپلو مخکنیو برنامو په ادامه دا ځل د MS Word برنامه د ښځینه زده کړیالانو لپاره دائر وي.
هغه زده کړیالان چې په یاده برنامه کې د شاملېدلو غوښتونکي وي د نوم لیکنې لپاره د زده کړیالانو د خدمتونو د انسجام آمریت ته مراجعه وکړي.
پته: د زده کړیالانو د خدمتونو د انسجام آمریت، د پوهنتون مرکزي کفتریا، د کیمیا پوهنځی شمال طرف.
د برنامې د دائرېدو وخت: شنبه، دوشنبه او چهار شنبه د لماسپښین له ۲:۰۰ تر ۳:۰۰ بجو.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۰۱۵۶۱