د چین هېواد MCC کمپنۍ رئیس د کابل پوهنتون له رئیس سره وکتل
د چین هېواد MCC کمپنۍ عمومي رئیس وانګ چي چنګ او ورسره مل پلاوي دروان کال وږي میاشتې په ۱۳ نېټه د دوشنبې په ورځ چې د کابل پوهنتون ته یې تشریف راوړی وو؛ د کابل پوهنتون رئیس سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.
د MCC کمپنۍ رئیس چې د لوګر مس عینک معدن د اېستلو قرار داد کړی دی؛ په افغانستان کې دکابل پوهنتون دځانګړي ځای او مشهور اکاډمیک بنسټ په توګه یې مثبت نظرونه وړاندې کړل؛ یاد پوهنتون ته له راتلو او د پوهنتون له رئیس سره له کتنې خوښي څرګنده کړه او د معادن د اېستلو چارو پرمختګ، په هغه ساحه کې د لرغونو آثارو ساتنې د معادنو اېستلو په برخه کې دیادې کمپنۍ د متخصصو او مسلکي بشري سرچینو ته اړتیا، د لرغونو آثارو ساتنې او ځینې نورو برخو په اړه خبرې وکړې او د کابل پوهنتون د مرستې غوښتونکی شو.
وروسته د کابل پوهنتون رئیس ښاغلی دکتور اسامه عزیز د MCC کمپنۍ رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د محصلینو دعلمي، مسلکي ظرفیت او عملي چارو ته د اړتیا په اړه خبرې وکړې او دمرستې لپاره یې چمتووالی وښوود.
په پای کې دواړو خواوو یاده کتنه ګټوره وبلله او د هوکړه لیک غوښتونکي شول؛ ترڅو په راتلونکي کې د اصولو او مقرراتو په نظر کې نیولو سره د کابل پوهنتون او MCC کمپنۍ ترمنځ د نورو مرستو زمینه برابره شي.