د چاپېریال ساتنې پوهنځي ستراتیژيک پلان
د پلان جوړونې اړتیا له هیچا پټه نه ده، د چاپیریال د بدلونونو له امله رامنځته شوي ناڅرګندتیاوې د ډیرو بریالیتوبونو د ترلاسه کولو لپاره پلان جوړونه یوه له اړینو حقیقتونو څخه ګڼل کیږي. نن ورځ، د موخو ترلاسه کولو لپاره لارو ټاکلو په څیر بل کوم عامل شتون نلري چې د ادارې داخلي وړتیاوو او د بهرني چاپیریال بدلونونو په نظر کې نیولو سره ترتیب شوي وي؛ دا د ادارې بریالیتوب نه تضمینوي، دا ټول د ستراتیژیک پلان لخوا ترلاسه کیدی شي.
ستراتیژیک پلان د یوې ادارې د برنامو پر مخ اچولو یو موډل ده چې په هغه کې د ادارې د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله موخو ته د رسیدو لپاره د ادارې د کلي موخو سره په سمون، اړین ګامونه او وسیلې ټاکل کیږي. د چاپېریالپوهنې پوهنځی چې موخه یې د چاپیریالي، د طبیعي زیرمو او پېښو د مدیریت په برخه کې د متخصصو کارکوونکو روزل دي، له همدې امله د ستراتیژیک پلان درلودل د هغې یو له اړینو اړتیاو څخه دی. دا په پام کې نیولو سره، د یو معیاري ستراتیژیک پلان درلودل یوه مطلقه اړتیا ده چې د دې پوهنځی د اوسني، مخکیني او راتلونکي وضعیت په اړه معلومات ولري، د دې پوهنځي اداري کنټرول په غاړه واخلي او په راتلونکو پنځو کلونو کې د هغه د بریالیتوب لامل وګرځي.
د چاپېریالپوهنې پوهنځي د راتلونکو پنځو کلونو (۱۴۰۲-۱۴۰۶ هـ ق) لپاره دغه ستراتیژیک پلان ترتیب شوی، چې د پوهنځي لنډه پېژندنه، تېرو فعالیتونو ته کتنه او د هغوی پایلې، د لیدلورۍ، تګ لورۍ، ارزښتونه، موخې، د داخلي او بهرني چاپیریال تحلیل، د ستراتیژۍ ماهیت او ستراتیژیک لومړیتوبونه ټاکل کیږي، او پنځه کلن کاري پلان د هغې پر بنسټ ولاړ دی.
د چاپېریال پوهنې پوهنځی زدکړیزې موخې:
د چاپېریالپوهنې پوهنځی د چاپیریالي علومو، د طبیعی منابعو د مدیریت او د پیښو د مدیریت په څانګو کی د لیسانس په کچه ځوان نسل د نویو علومو او زده کړو، مهارتونو او تخنیکی وسایلو په درلودلو سره روزلی دی تر څو وکولای شی د سرچینو د ماهیت سره سم له منابعو څخه ګټه واخلی او تلپاتې پراختیا په موخه د چاپیریال ساتنې لپاره پلانونه جوړ او چمتو کړي او د انسان لخوا رامنځته شوې پیښو، طبیعي پیښو او چاپیریالي ننګونو ته ځواب ووایی او په هیواد کې د ژوند لپاره لاره برابره کړي چې دا موخې په لاندې ډول دي:
- د چاپیریالي علومو په اساساتو سمبال محصل روزل
- ټولنې ته د چاپیریالي مدیرانو وړاندې کول
- ټولنې ته د طبیعي زیرمو متخصص وړاندې کول
- د چاپیریالي څیړنو معیاري کول
- له پېښو سره د مبارزې لپاره پیاوړی متخصص روزل
- د دولتي ادارو تخصصي کیدنه
- له ناورینونو سره د مبارزې پیاوړتیا اچتول
د هیواد او نړۍ په کچه د چاپیریالي، طبیعي زیرمو او پېښو د مدیریت په برخه کې د اعتبار وړ، معتبر او په نړیواله کچه پیژندل شوي تحصیلي او څیړنیز مرکز وي.
په افغانستان کې د ښوونې او روزنې، تطبیقي څیړنې او مسلکي وړتیا د پراختیا په برخه کې د څو رشتوي مرکز په توګه، چې د چاپیریالي، طبیعي سرچینو او د پیښو د مدیریت په برخو کې تخصصي خدمتونه وړاندې کوي.
- تعهد او پابندي اسلامي معتقداتو او ملي ارزښتونو ته؛
- ګډون او مرسته؛
- روڼتیا او حساب ورکونه؛
- د خدمتونو او طرحو په وړاندې کولو کې موثریت او مثمریت؛
- د حقونو برابرۍ
- په چارو کې لټه، نوښتونه او ابتکار؛
- تعهد، صداقت، امانتدارۍ او اکادمیکه آزادي.