"د چاپېریال او هوا په پاکوالي کې د ځنګلونو ونډې" تر عنوان لاندې ورکشاپ دائر شو

یاد وركشاب د كابل پوهنتون د چاپېریالپوهنې پوهنځي لخوا د محصلینو د پوهې لوړولو او د ځنګلونو د ارزښت په اړه د علمي بحثونو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی و، چې د چاپېریال پوهنې پوهنځي استادانو په کې د موضوع مسلکي بحثونه وړاندې کړل، چې په کې د ځنګلونو رول، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د هغو اهمیت، د حیاتي تنوع ساتنه او د پایدارې پرمختیا لپاره د ځنګلونو اړتیا اړوند تفصيلي بحث وشو.