"د چاپېریالي پایښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت کنفرانس" سر ته ورسید

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۲۰
56411111111

د کابل پوهنتون له لوري د چاپېریالي پايښت، پېښو او طبیعي زېرمو مدیریت تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي-څېړنيز کنفرانس دائر شو.

په یاد کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ، د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس، د ۱۴ امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، د ۱۳ ملي او نړیوالو مؤسسو استازو او محصلينو ګډون درلود.

ویناوالو د چاپېریال پر ارزښت خبرې وکړې، د چاپېریال او طبیعي زېرمو ساتنه یې د انساني ژوند د بقا لپاره مهمه وبلله.

د کنفرانس په لړ کې د استادانو له لوري د چاپېریال ساتنې، طبيعي زيرمو او پېښو مديريت اړوند ۲۴ علمي-څېړنیزې مقالې په درې تالارونو کې د منصفه هیئت په شتون کې وړاندې شوې، د هرې مقالې تر وړاندې کولو وروسته به ګډونوالو ته د بحث او مناقشې وخت ورکول کيده. په پای کې د ټولو مقالو او بحثونو څخه ترلاسه شوي عمومي او اهم نقاط د محيط زيست پوهنځي د رئيس لخوا راټول او د کنفرانس په ختامي مجلس کې وړاندې شول.

د دې کنفرانس ټولې علمي-څېړنيزې مقالې او د بحثونو نچوړ به، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت له پاليسۍ سره سم، ټولو ذيربطو ادارو سره د تطبيق او استفادې په موخه شريک شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۳۵
Background image

د فوق لیسانس برنامو د پالیسۍ سند د تشرېح ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د انسجام امریت له لوري د دغه پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د فوق لیسانس برنامو واجد شرایطو استادانو، د امارتي پوهنتونونو استادانو، د پولیسو اکاډمۍ د فوق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۲
Background image

د ديني_ اصلاحي درسونو لړۍ پیل شوه

د درسونو دا لړۍ چې په سمستر کې دوه ځل ترسره کېږي، د کابل پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت لخوا پيل شوه، لس ورځې به دوام وکړي چې د معتبرو شیوخو کرامو له لوري به پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: