د چاپېريالي علومو ډیپارټمنټ

د چاپېريالي ستونزو د هوارولو لپاره د چاپېريال پوهنې پوهنځي د ننه د چاپېريالي علومو ډیپارتمېنت جوړ شو، چې اوسنۍ اړتياوې په مسلکي ډول پوره کړي او د چاپېريالي ستونزو او ننګونو د مخنيوي لپاره مسلکي او مدېريتي چارې ومومي.

تر څو لسيزو جګړې وروسته افغانستان له چاپېريالي ناورين سره مخ شوی دی، په دې ناورينونو کې د ژوند د تنوع بدلونونه، د اقليم بدلېدلو اغېزې، ځنګل‌وهنې، د خوړو خونديتوب نشتوالی، د بېدياوو زياتېدل، د څړځايونو کمېدل، په ښارونو کې د نفوس چټک زياتېدل، د زېرمو او خاورې ويجاړېدل او د اوبو کمېدل دي. مثلاً څو ټولنيز او اقتصادي عوامل د افغانستان اوبه ګواښي. په طبيعي ډول په ګران هېواد کې د بشري فعاليتونو لپاره د سيندونو له اوبو کار اخيستل کېږي او د ډېرو سيندونو اوبه له باران او د هندوکش د لړۍ د کنګلو له وېلېدو راوځي. د دې غرونو زياتره کنګل کمېږي. چاپېريالي علوم پر چاپېريالي ستونزو راتم دي او موخه يې د چاپېريال ساتنه ده. دا يو ګډڅانګيز علم دی له بيولوژۍ، کېميا، ځمکپېژندنې، فيزيک او کمپيوټر غوندې علومو او معلوماتو سره ناشلېدونکې اړيکه لري. دا يوه تطبيقي ډيپارټمنټ ده، نو ځانګړتياو ته په کتو يې مهمه موخه چاپېريالي ستونزې هوارول، د انسان او چاپېريال اړيکه او له دې ابزارو علمي استفاده ده. پر دې مو خبروي چې طبيعي پروسې څرنګه کار کوي، د انسان په لاسوهنه څومره زيانمنېږي او چاپېريالي ستونزې راپيدا کوي.

د چاپېريالي علومو ډيپارتمېنت پر محصل راچورلېدونکی او مسلکي ډيپلوم ورکوي چې د تيورۍ او عمل انډول پکې ساتلی دی. د دې ډېپلوم موخه محصلانو ته پراخه فيزيکي، بشري، او د ځمکې د مکاني اړخونو او خپل چاپېريال په اړه پوهه ورکول دي. محصلانو ته پکار ده چې پر ساينس، رياضي، ځمکني نظام، انسان-چاپېريالي اړيکه، د جغرافيايي معلوماتو د سيستم پر جوړولو او کارونه، او د علمي مېتودونو پر کارونه پوه شي. د لېسانس د دې سند موخه ساينسپوهان دې ته آماده کول دي چې د علمي مېتودونو په مټ چاپېريالي ستونزو ته چاره ومومي.

۱. ليدلوری

د هېواد په کچه په ټولو اړينو امکاناتو او وسايلو د چاپېريالي علومو ډيپارتمېنت مجهزول. داسې باوري څېړنې‌کول چې د چاپېريالي علومو په برخه کې ټولنې، هېواد او سيمې ته چاپېريالي علمي خدمتونه او څېړنې وړاندې کړي.

۲. ماموریت

د چاپېريال ښه مدېريت او په اړينو عصري مهارتونو د ځوان نسل روزنه. د چاپېريالي علومو د متخصص نوي نسل ښوونه او روزنه، د چاپېريالي مدېريت لپاره د تخنيکي پاليسي‌جوړوونکي ځوان کهول روزنه.

۳. بنسټي موخې

د دې پروګرام په بشپړولو سره به محصلان لاندېنۍ وړتياوې ولري:

  • مسلکي پوهه، پر چاپېريالي ستونزو د پوهېدو لپاره مصطلحات او د چاپېريالي ستونزو اړوند معلومات خپرول.
  • د چاپېريالي پروژو پر وخت د بشپړولو لپاره خپلواک يا هم د ټيم د غړي په توګه فعاليت کول.
  • په ګډڅانګيز رغښت کې ګډو موخو ته د رسېدو لپاره په نظر او چلن کې د رهبرۍ او مسلکي مهارتونه ښودل.
  • په کمي او کیفي مېتودونو د سرچينو او ډېټا شننه او د چاپېريالي ستونزو د حل لپاره د جغرافيايي معلوماتو له تخنيکونو کار اخيستل.
  • له مشخصې ډلې او عامو هېوادوالو سره د خبرو او اړيکو ټينګولو لپاره په مسلکي وينا او ليکنه کې پر ملي او انګرېزي ژبه پوره واک.
  • د چاپېريالي، اقتصادي او ټولنيزو اغېزو، وړانديزشويو فعاليتونو او هغو زيان‌اړوونکو فعاليتونو د اغېزو ارزونه چې ټولنه او د راتلونکې ثبات زيانمنوي.

 تحصيلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

25548

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم