د څېړنې میتود او د شمېرو تحلیل سمینار پایته ورسېد
د کابل پوهنتون د علمي څېړنو آمریت له لوري د څېړنې میتود او د شمېرو تحلیل سمینار، چې د دې پوهنتون ۵۰ تنو ځوانو استادانو لپاره جوړ شوی وو، د روان کال د غبرګولي په ۹ نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز او د پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهاند محمد شفیع شریفي په ګډون سره پای ته ورسېده.
د کابل پوهنتون رییس په دې برنامه کې پر خپل ګډون د خوښي ترڅنګ، هغه ګټور او مثمر وباله او د دې ډول برنامو د دوام غوښتونکی شو او ویې ویل، چې د هرې ټولنې پرمختګ د هغې ټولنې په علم او پرمختګ پورې تړلی او د علم او پوهې پرمختګ په علمي څېړنو پورې تړلی دی.
دکتور عزیز په قران او اسلامي شریعت کې د څېړنې مقام او اهمیت بیان او همدارنګه یې د کابل پوهنتون د علمي څېړنو آمریت څخه د مننې ترڅنګ یې وویل، چې دا ډول غونډې یو معنوي ارزښت دی او مونږ هیله لرو، چې درانه استادان په پوره عزم او ارادې، اخلاص او باور سره محصلین زیاتو څېړنیزو او علمي کارونو ته وهڅوي.
د کابل پوهنتون د علمي څېړنو آمر ښاغلي پوهنمل دکتور ولي محمد سالاري دې سمینار ته د پوهنتون رییس راتګ او همدارنګه د کابل پوهنتون د پرمختګ او معیاري کولو لپاره یې د نوموړي له هڅو څخه ستاینه وکړه او د استادانو له لوري یې د محصلینو لپاره د کار او خدمت توفیق غوښتنه وکړه.
د دې سمینار یو تن ګډون ونکوونکي استاد پوهنیار عبدالرحمن عابد د علمي څېړنو آمریت او د کابل پوهنتون رهبري څخه، چې دا سمینار یې جوړ کړی وو مننه وکړه او هغه یې ګټور او اغېزناک وباله او د داسې برنامو په دوام یې تاکید وکړ.
د دې سمینار په پای کې ګډون کوونکو ته د کابل پوهنتون د علمي څېړنو آمریت له لوري تصدیق پاڼې هم ورکړل سوې.