د پوهنځی د ماسټرۍ برنامې معرفي

د پښتو ډيپارټمنټ د ماسټرۍ پروګرام په ۱۳۵۵ کال کې د کابل پوهنتون د علمي شورا له لوري تایید شو. په ۱۳۵۶ل کال کې د پښتو ماسټرۍ لپاره له ۱۰۶ کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له هغې جملې څخه یې شپږ کسان پښتو ماسټرۍ ته جذب شول او په ۱۳۵۷ کال کې په لومړي ځل د پښتو ماسټرۍ ټولګي پیل شو. په ۱۳۵۸ کال کې د دې ټولګي تر فراغت وروسته، پر افغانستان د شوروي لښکر له لوري یرغل وشو او د نورو علمي فعالیتونو له بندېدو سره د کابل پوهنتون د پښتو ډيپارټمنټ د ماسټرۍ پروګرام هم بند شو.

په ۱۳۶۷ کال کې د پښتو ډيپارټمنټ د ماسټرۍ پروګرام بیا پیل او دا ځل یې تر ۱۳۷۰ کال پورې دوام وکړ؛ خو پر هم دې کال په افغانستان کې د کورنیو جګړو له پیل سره یو ځل بیا د پښتو ډيپارټمنټ پروګرام بند شو. په ۱۳۸۵ کال کې د پښتو ډيپارټمنټ د ماسټرۍ پروګرام یو ځل بیا پیل شو، چې لا هم دوام لري او د لوړو زده وزارت د قانون او لایحو سره سم خپل فعالیت ترسره کوي. په دې موده کې د پښتو ډيپارټمنټ د ماسټرۍ پروګرام ټولنې ته د پښتو ژبې او ادب سلګونه متخصصان وړاندې کړي دي.

گالری رسانه

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو