د پوهنځی تدریسي پرګرامونه
د انجنیرۍ پوهنځی د لیسانس زده کړې په شپږو لاندینیو برخو کې لري:
- مهندسي انجنیري
- د برق او الکټرونیک انجنیري
- د انرژي انجنیري
- د سیول انجنیري
- د میخانیک انجنیري
- ښاري ډیزاین او پلان جوړونه
د لیسانس د دورې پروګرام په ۴ کلو (۸ سمسټرو) کې تکمیلیږي. په همدې ډول د انجنیري پوهنځي په چوکاټ کې د برق او الکټرونیک څانګې ماسټري شروع شوې چې د دوه کلو په لړ کې چې څلور سمسټره کیږي، پای ته رسېږي.
نږدې راتلونکې کې د نوښت وړ انرژي او اغیزمنتیا او د ودانیزوچارو د مدیریت او انجنیري په برخو کې به هم ماسټري شروع شي.
د پوهنځي لرلید
د انجنیري پوهنځی کوښښ کوي ترڅو د انجنیري پوهنځی به هڅه کوي ترڅو د حرفه یی او تخصصي زده کړو، څېړنو، مسلکیتوب، تشبث او سمیه ایزو او نړیوالو ټولنو سره د مشارکت پر بنسټ ولاړ د نوښت او خلاقیت یو فعاله او ژوندی مرکز و اوسوي.
ماموریت
زمونږ ماموریت د انجنیري د بېلابېلو څانګو د سیسټماټیکې زده کړې او تحصیل کې د تدریس، څېړنې او زده کړې د ښه والي لوړول دي. زمونږ هدف ټولنې ته د داسې فارغ التحصیلانو وړاندې کول دي چې د دوه قوې اساسو درلودونکي وي، مسلکي او تخصصي پوهې او مکمل مهارتونه چې په ورځنۍ عصري نړۍ کې د مسلکي او بریالیو اشخاصو کلیدي اړتیاوې دي.