د پوهنځی اوسنی حالت

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځی د فزیکي اسانتیاوو له پلوه کافي اسانتیاوې لري ، چې تر اوسه په دې برخه کې له کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی. د پوهنځي ټول فزیکي تاسیسات په (۵۰۰۰۰) متره مربع ځمکه کې موقعیت لري چې عبارت دي له:

  • تدریسي ودانۍ: په دریو پوړونو کې ۱۰ درسي خونې لري چې هره یوه یې له ۵۰ کسانو ډیر ظرفیت او ۵۰۰ متره مربع ساحه لري.
  • اداري ودانۍ: په دریو پوړونو کې ۱۵ خونې او ۴۵۰ متره مربع مساحت لري.
  • لیلیې ودانۍ: په دریو پوړونو کې د ۱۷۰ تنو محصلینو د اوسیدو ظرفیت او ۴۳ خوب خونې درلودلو سره ۲۵۰۰  متره مربع مساحت لري.
  • لابراتوار ودانۍ: په دریو پوړونو کې ۱۴ بیلابیل لابراتوارونه چې ۳۰۰۰ متره مربع مساحت لري.
  •  کنفرانس تالار: په مجهز سونډ سیسټم سمبال د ۳۲۰ کسانو په ظرفیت سره ۴۰۰ متره مربع مساحت لري.
  • خوړنځی: په یو وخت کې د ۱۵۰  محصلینو ظرفیت لري.
  • شنه ساحه: شنه پراخه ساحه د ۶۰۰۰ متره مربع په مساحت سره.
  • ورزشي لوبغالی: د ۵۰۰۰ متره مربع متره مربع په مساحت سره.
  • جومات: په یوه وخت کې د ۱۰۰ لمونځ کوونکو د ځايدو ظرفیت لري.
  • کتابتون: په بیلابیلو برخو کې ۶۶۰۰ جلد کتابونه لري.
  • انټرنیټ: د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ پوهنځي اداري خونې، درسي خونې او لابراتوارونه په بې مزي او مزي لرونکي انټرنيټ سمبال دي.

PIC1PIC2PI3PIC4PIC5PIC6PIC7PIC7PIC8PIC9PIC10PIC11

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم