د پوهنځي په اړه

د کمپیوټر ساینس پوهنځی په کال ۱۳۸۸ کې د لوړو زده کړو وزارت د پخواني ستراتیژیک پلان له مخې، د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د یوې مستقلې پوهنځۍ په توګه د دې لپاره تاسیس شو چې د عصر او زمان د اړتیاوو مطابق د کمپیوټر ساینس په برخه کې مسلکي کدرونه وروزي، د کمپیوټر ساینس محتوا بډایه کړي، او د لیسانس څخه پورته زده کړو لپاره یوه قوي بنسټ چوړ کړي. دا پوهنځی د کمپیوټر ساینس د هغه دیپارتمنت د ارتقاء له امله رامنځته شو چې په کال ۱۳۷۶ کې د ساینس پوهنځي په جوړښت کې تاسیس شوی و. دا پوهنځی درې فارغه کوونکي (Graduating) دیپارتمنتونه او یو غیر فارغه کوونکی دیپارتمنت لري چې د لومړي او دوهم سمستر د درسونو او د پوهنتون شمول مضامینو په تدریس کې مهم رول لري. د دې پوهنځي د تحصیل موده اته سمسترونه ده؛ په لومړیو دوو سمسترونو کې عمومي مضامین، او په پاتې شپږو سمسترونو کې د درې کلونو تخصصي مضامین په درې رشتو کېسافټویر انجینري، د معلوماتي ټکنالوژۍ ، او معلوماتي سیستمونهتدریسېږي.

په دې پوهنځي کې تدریس په داخلي او انګلیسي ژبو ترسره کېږي، او ټول نظری او عملي درسونه د عصري ټکنالوژۍ په وسیله وړاندې کېږي. د دې پوهنځي نصاب د استادانو او  د لوړو زده کړو محترم وزارت د تحصیلي نصاب ریاست په مستقیمه همکاري، په درې پړاوونو کې د کلسترونو له لارې، د نړیوالو معیارونو مطابق په معیاري بڼه تدوین شوی دی.

هر محصل د څلورم ټولګي پر مهال مکلف دی چې یو مونوګراف ولیکي او خپله پروژه بشپړه کړي. سربېره پردې، د دې پوهنځي درسي کتابونه معیاري او د زمانې د اړتیاوو مطابق دي. د دې پوهنځي نوې ودانۍ د جاپان هېواد په مرسته جوړه شوې ده. دا درې پوړیزه ودانۍ په کال ۱۳۹۴ کې پرانیستل شوه او د کارونې وړ وګرځېدله. ودانۍ د درسي صنوفو،  لابراتوارونو، کتابتون، د کنفرانس خونې، اداري دفترونو او د استادانو د دفترونو څخه جوړه ده.

777412

شکل 1: د کمپیوترساینس پوهنځی د تعمیر نما

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: