د پوهنځي موخې
- په اقتصاد او مدیریت برخو کې د باکیفیته لوړو زده کړو زمینې برابرول؛
- د علمي کادري غړیو او اداري کارکوونکو ظرفیت لوړونه؛
- په اقتصاد او مدیریت برخو کې د علمي څیړنو ترویج او پیاوړي کول؛
- د کار بازار، د داخلي او بهرنیو اکاډمیکو بنسټونو سره د اړیکو ایجاد، پراختیا او پياوړي کول؛
- په اقتصادي او مدیریتي برخو کې د کنقرانسونو، سیمینارونو او علمي مجلسونو تنظیم او دایرول؛
- د پوهنځي په ټولو برخو کې اداري اصلاحات او ریفورم راوستل؛
- ملي او نړیوال اعتبار لاسته راوړل؛
- د زیرمو پراختیا ( مالي، فزیکي او بشري).