د پوهنځي د رئیس پیغام:

 الحمدلله وحده و الصلواة و السلام علي من لا نبي بعده

ننۍ نړۍ د معلوماتو د تبادلې نړۍ ده، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ساینس پوهانو او متخصصینو د هڅو په پایله کې نړۍ په یوه کلي بدله شوې ده.  زموږ ګران هېواد افغانستان هم په تېرو دوو لسیزو کې د بشري ودې او پرمختګ له دغه کاروان سره  په یو ډول همغږي شوې ده خو زموږ په ټولنه کې لا هم "ډیجیټل خلا" شتون لري او لا هم په دې برخه کې د مسلکي او متخصصو کدرونو روزلو ته بیړنۍ اړتیا شته، ترڅو دغه شته "خلا" کمه شي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پوهنځی په خپلو پرله پسې هڅو سره کوشش کوي چې زموږ ټولنه په دې برخه کې د بشري ټولنې له پرمختګونو وروسته پاتې نه شي.

له بلې خوا د اقتصاد، سوداګرۍ، امنیت، حکومتوالۍ، روغتیا او پوهنې په ګډون د ژوند په ټولو برخو کې له معلوماتي ټکنالوجۍ څخه ګټه اخیستنه یوه عاجله اړتیا ده او په ډاډه زړه ویلای شو چې زموږ د ژوند هغه برخه ډیره کمه ده چې د معلوماتي ټکنالوجۍ لخوا اغیزمنه شوي نوي. له همدې امله د ژوند په بېلابېلو برخو کې د ټکنالوژۍ د عامولو او عملي کولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پوهنځی په دې برخه کې ځان ژمن او مسؤل ګڼي. پوهنځی د مسلکي او متخصصو کدرونو روزنې ته ژمن دی او غواړي چې نوښتګرو او خلاقو محصلینو ته د وطن دوستۍ، د ملي او دیني ارزښتونو د ساتنې، ټولنی ته د خدمت او  همکارۍ احساس ورکړي.

پوهنځی د خپلو محدودو شرایطو او امکاناتو په پام کې نیولو سره په هیواد کې یوازینی علمي بنسټ ده چې د مخابراتو په برخه کې یې تر لیسانس کچې پورې مسلکي کدرونه روزلي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي او د دې فارغان په دولتي ادارو سربیره په خصوصي سکټور کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې په دندو بوخت دي او په دې توګه د دوی کورنیو  او ټولنې ته خدمت کوي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم