د پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه
یاده علمي غونډه د روان کال زمري میاشتې په ۳۱ نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه، د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز د محصلینو لپاره پر عملي کارونو تمرکز، دعلمي شورا پریکړو پر اجراء او د هغه تقیب، د ریاست الوزراء لخوا د تحصیلي بورسونو له پای ته رسولو څخه بیرته راګرځېدونکو استادانو ستاینه، د زمري ۲۴ او ۲۸ د هېواد د آزادۍ ورځو نمانځنه، د فارمسي، کرنې، ارتباطات او ژورنالیزم، ټولنیز علومو پوهنځیو ماستري برنامو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي دوه دکتورا برنامې ټولو پروپوزلونو منظورېدو په اړه خبرې وکړې، په یاده غونډه کې۳ علمي موضوعاتو او راپورونو، د محصلینو اړوند ۴ موضوعاتو، د فوق لیسانس برنامې اړوند ۶ موضوعاتو، د استادانو علمي ترفیعاتو ۹ موضوعاتواو د استادانو ګمارنې ۱۷ موضوعاتو په اړه د غونډې غړو ترمنځ نظرونه تبادله شول او د قوانینو، مقرراتو سره سم د هغه په اړه پریکړې ترسره شوې.