د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیوټ او فارمسي پوهنځي ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي او د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټوټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک د کابل پوهنتون رهبري هیئت او د یاد انسټیټوټ مسؤلینو لخوا لاسلیک شو.
نوموړی هوکړه لیک د انسټیټوټ د استادانو ظرفیت لوړونې، د انسټیټوټ د نصاب پراختیا او نوي کولو، د څیړنیزو او علمي مقالو لیکلو په برخه کې د انسټیټوټ استادانو ته رهنمایي کولو، د ګډو علمي څیړنو ترسره کولو او د فارمسي په برخه کې د پوهاند غضنفر انسټیټوت محصلینو لپاره د عملي کار ساحې په رامنځته کولو باندې متمرکز دی.