د ١۴٠۴ لمریز کال د جديد الشمولانو د نومليکنې خبرتیا!

کابل پوهنتون ته د ١٤٠۴ لمریز کال په کانکور آزموینه کې بریالي شویو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کيږي چې د نومليکنې لپاره په ټاکلي مهالوېش مراجعه وکړي.
د نومليکنې وخت: د سهار له ٨، د مازیګر تر ۴ بجو.
اړین مواد: د تابعیت اصلي پېژندپاڼه، یو قطعه عکس، د کانکور آزموینې آی ډي نمبر.
د نومليکنې ځای: د کابل پوهنتون شمالي دروازې ته څېرمه، د محصلانو چارو معاونيت ودانۍ.