د ١٤٠٣ش کال د شپې برنامې د جديد الشمولانو د نومليکنې خبرتیا!

کابل پوهنتون ته د ١٤٠٣ش کال په کانکور آزموینه کې د شپې برنامې بریالي شویو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کيږي چې د نومليکنې لپاره په ټاکلي مهالوېش پوهنتون ته مراجعه وکړي.
د نومليکنې وخت: د سهار له۳۰ :٨ بجو د مازیګر تر ۳۰ :۴ بجو.
اړین مواد: د تابعیت اصلي پېژندپاڼه، یو قطعه عکس، د کانکور آزموینې آی ډي نمبر.
د نومليکنې ځای: د کابل پوهنتون شمالي دروازې ته څېرمه، د محصلانو چارو معاونيت ودانۍ.