د وترنري پوهنځي دوهم ټولګي محصلینو د بینی حصار غواګانو فارم څخه لیدنه وکړه

د وترنري پوهنځي دوهم ټولګي محصلینو چې شمېر یې ۹۰تنه وو، د عملي کارونو ترسراینې په موخه کابل بینی حصار غواګانو فارم څخه یې لیدنه وکړه.
ددې علمي سیر موخه د لویو کورنیو حیواناتو د روزنې مضمون د عملي چارو د وړتیا لوړېدل بلل شوي.
د بینی حصار د غواګانو فارم مسؤلینو محصلینو ته دښه راغلاست ترڅنګ د فارم او له هغه څخه دلیدنې په اړه معلومات ورکړل، وروسته محصلین په دریو ګروپونو وویشل شول او هر ګروپ ته د فارم بیلابیلې برخو په اړه د د وترنر ډاکټرانو لخوا وضاحت ورکړل شو.
په پای کې د وترنري پوهنځي محصلین د کابل بینی حصار غواګانو فارم له رهبرۍ، ډاکټرانو او ټولو کارکوونکو څخه مننه وکړه.
د یادونې ده؛ چې نوموړی علمي سفر د وترنري پوهنځی استاد ښاغلي پوهنمل ایمل حبیبي په لارښوونه او ملتیا ترسره شو.