د هېواد درنو څېړونکو د پام وړ!

tariq_admin
321552

ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال، چې د کابل پوهنتون له لوري تازه ايجاد شوی، د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ ګڼې لپاره د څېړونکو، استادانو او پوهانو مقالې خپروي.

دا ژورنال د ارواپوهنې، ژبو او ادبیاتو، سیاسي علومو، ښوونې او روزنې، ټولنپوهنې، تاریخ، اقتصاد، ژورنالېزم او ورته نورو برخو کې علمي څېړنيزې مقالې قبلوي.

څېړونکي کولی شي خپلې څېړنې د ۱۴۰۳ کال د ميزان تر ۹مې (د ٢٠٢٤ کال د سپټمبر ۳۰مې) پورې ژورنال ته راولېږي.

 

 د نورو معلوماتو لپاره د ژورنال وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.

https://issh.edu.af

وروستۍ خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۹:۹
Background image

د ماسټرۍ برنامو نوم لیکنې خبرتیا!

د ١٤٠٣ش کال ماسټرۍ برنامو کې بریالي شویو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کيږي چې د نومليکنې لپاره د کابل پوهنتون ته مراجعه وکړي.

د نومليکنې وخت: د سهار له ٨، د مازیګر تر ٦ بجو.

اړین مواد: . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۷:۲۳
Background image

د ١٤٠٣ش کال د دویم ظرفیت د نومليکنې خبرتیا!

کابل پوهنتون ته د ١٤٠٣ش کال په دویم ظرفیت کې بریالي شویو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کيږي چې د نومليکنې لپاره په ټاکلي مهالوېش پوهنتون ته مراجعه وکړي.

د نومليکنې وخت: د سهار له ٨، د . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۴۳
Background image

د علم او فن علمي- څېړنیزې مجلې خبرتیا!

درخواست مقالات،

قابل توجه استادان و محققان بخش زراعت،

مجله علمی تحقیقی (علم او فن) برای شماره دوم سال ١٤٠٣ مقاله می پذیرد.

اندکس شده توسط: وزارت تحصیلات عالی، ګوګل سکالر و دارای . . .

Back to announcements

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې: