د هنرونو پوهنځي محصلینو اطلاعاتو او کلتور وزارت ته علمي سیر ترسره کړ
د کابل پوهنتون د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ملي تیاتر آمریت ته د علمي سیر په ترڅ کې، د ملي تیاتر آمریت له برنامو، آرشیف، ممثلینو او ورته نورو چارو څخه د ظرفیت لوړونې په موخه لیدنه وکړه.
دغه راز د هنرونو پوهنځي استادانو او د ملي تیاتر آمریت مسوولینو له لوري محصلینو ته د یاد آمریت د ممثلینو د سبک په اړه هم معلومات ورکړل شول؛ څو محصلین وکړای شي چې د افغاني ټولنې شته ستونزو ته په کتو د اسلامي او ملي ارزښتونو په چوکات کې تمثیلي پارچې جوړې کړي.