د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ پوهنځي په اړه:

په ۱۳۴۵ ه ش کال کې د مخابراتو نړیوالې اتحادیې ټیلی کمونیکشن (ITU) او د پوهنې وزارت د مسلکي روزنې ریاست په همکارۍ د مخابراتو وزارت اړوند تلیفونی دستګاوو او ټلیګراف اړوند وسایلو د تخنیکي او مسلکي کارمندانو او کدرونو د روزلو لپاره تر  بکلوریا(دولسم ټولګي)پورې تربیوی مرکز رامینځته کړ. چې له هغې وروسته په ۱۳۵۴ ه ش کال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په پرمختګ سره د څوارلسم ټولګی یا نیمه لوړو زده کړو موسسې ته لوړ شو. د مخابراتو تربیوی مرکز د خپل علمی شتون په جریان کې ۱۲۰۰ کسان په بیلا بیلو برخو کې د دولسم او څوارلسم ټولګي په  کچه روزلي او ټولنې ته یې وړاندې کړي. په تیرو دوو لسیزو کې چې کوم ګړندي پرمختګونه پیښ شوي، په ځانګړي ډول د ساینس او ​​ټکنالوژۍ په برخه کې، د اړتیاوو کچه هم په چټکۍ سره لوړه شوې، نو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت رهبري، د پوهنځی رهبری هیئت او زړه سوانده استادانو لخوا دا ممکنه شوې چې د کابل پوهنتون او نړیوالې مخابراتي اتحادیې (ITU) په مرسته دوامداره علمی حرکت وکړی  او په داسې حال کې چې د هیواد په وده او پرمختګ کې مؤثر او ارزښتناکه ونډه لري نو له همدې کبله په ۱۳۸۶ ه ش کال کې د مخابراتو تربیوی مرکز د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په دولتی موسسې تبدیل او په همدې توګه یې وکوالی شول چې د دولت د لوړو زده کړو د کورنۍ غړیتوب ترلاسه کړي، کوم چې د فرصتونو خورا لویه دريڅه پرانسته مګر له ننګونو خالي نه وه. د دې غړیتوب کارول په هر ډګر کې پوره چمتوالي ته اړتیا لري. دا ننګونې باید د ټولو لخوا ومنل شي. د یادونې وړ ده چې په۱۳۹۵ ه ش کال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انسټیټیوټ د اړتیا ارزونې ترسره کولو وروسته دوه جلا تعلیمي برنامې چې یو یې د مخابراتو انجینرۍ او بل یې د ساینس او ​​معلوماتي انجینرۍ په نوم دي رامینځته کړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت عالي مقام د ۱۳۹۹/۲/۱۵ نیټې د(۳۴۵)شمارې فرمان په اساس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتیوت د هغې د تشکیل ، بودیجې ، منقولو او غیر منقولو املاکو سره چې د هغوي تر لاس  لاندې وو د لوړو زده کړو وزارت ته واستول شول. اوس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتیوت، په کابل پوهنتون کې د خپلواک پوهنځي په توګه خپل د پام وړ فعالیت ته دوام ورکوي، ترڅو  د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ځوان کدرونه وروزي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم