د محصلینو د پام وړ!

د کابل پوهنتون د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د خپلو مخکنیو پلانونو په تعقیب یو ځل بیا د محصلینو لپاره د MS Word پروګرام شروع کوي.
هغه ښځینه محصلین چې غواړي پدې پروګرام کې ګډون وکړي باید د نوم لیکنې لپاره لاندې ځای ته مراجعه وکړي.
د نوم لیکنې ځای: د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت، د پوهنتون مرکزي کفتریا، د کمیا پوهنځي شمال لوري ته.
د پروګرام وخت: شنبه، دوشنبه او چهارشنبه د ماسپښین له ۰۱:۳۰ څخه تر ۰۳:۰۰ بجو
د پروګرام پیل: شنبه د میزان ۲۳ مه نېټه
د نوم لیکنې وروستۍ نېټه: چهارشنبه د میزان ۲۰ مه نېټه
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۰۱۵۶۱
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه نارینه محصلین چې غواړي پدې پروګرام کې ګډون وکړي باید د نوم لیکنې لپاره لاندې ځای ته مراجعه وکړي.
د نوم لیکنې ځای: د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت، د پوهنتون مرکزي کفتریا، د کمیا پوهنځي شمال لوري ته.
د پروګرام وخت: یکشنبه او سه شنبه د ماسپښین له ۰۱:۳۰ څخه تر ۰۳:۰۰ بجو
د پروګرام پیل: یکشنبه د میزان ۲۴ مه نېټه
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۵۰۱۵۶۱