د محصلینو د جذب شرایط
له دولتي او خصوصي پوهنتونونو نه فارغین د فوق لیسانس د مقررې له مخي د هستوي او اتومي فزیک په برنامه کي د لاندې شرطونو په پوره کولو سره شاملیدای شي:
- د فزیک له رشتي نه د فراغت سند درلودل او د ریاضي او فزیک له رشتي نه د فراغت په صورت کي د ۵۰٪ یا ترې د لوړي سلني د فزیک مسلکي مضامین په ترانسکرپټ کي درلودل.
- د نمرو منځنۍ ۶۵ ٪ یا ترې د لوړي سلني درلودل.
- رقابتي ازموینه ورکول او د کامیابي نمره اخیستل.
- د مقررې له مخي د شمولیت حق او د هر سمستر د فیس د ورکولو توان درلودل.
- د لوړو زده کړو د وزارت، د کابل پوهنتون او د فزیک پوهنځي له خوا صادر شویو مقررو، اصولو، قوانینو، طرزالعملونو او لوایحو ته به پابند او متعهد وي.
- اسلامي، اخلاقي او انضباطي اصول به له ادارې، استادانو او محصلانو سره مراعات کوي.