د محاسبې ډيپارټمنټ
الف) د ډيپارټمنټ پېژندنه:
د محاسبې ډيپارټمنپ په ۱۳۹۵ کال کې د کار د بازار ته په کتلو دکابل پوهنتون،لوړو زدکړو او مالي وزارت تر منځ د هوکړې پربنسټ داقتصادپوهنځي په چوکاټ کې بياځلي جوړ شو.
د دې ډيپارټمنټ د اکثرو مضمونونو تدريس په انګلسي ژبه دی، همدا راز د نوموړې ډيپارټمنټ تدريس د هغه تړون پر بنسټ چې مالېزيا اسلامي پوهنتون د نوماډيول د مسلکي پروګرام څخه هم برخمن دی،هغه محصلان چې د نوموړې ډيپارټمنټ څخه فارغېږي د لېسانس سند تر څنګ د نوماډيول د مسلکي محاسبې سند هم تر لاسه کوي چې نړيوال اعتبار لري،نو له همدې کبله په هېواد د مساعد وضعيت شتون او د مالېزيا د نړيوال پوهنتون محاسبې مسلکي پروګرام سره د تړون په لرلو سره به وکولای شي د کار د بازار سره سم مسلکي کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
ب. موخې:
1. لرليد:
په علمي او مسلکي محاسبه کې په ملي او سيمه ایزه کچه د رهبرۍ دريځ درلودل دمحاسبې څانګې لرليد دی؛
2. مأموریت:
د يو رغنده سالم چاپېريال د پياوړتيا اورغونې له لارې د محاسبې د مسلک پياوړتيا او ښه والی ترڅومحصلان د علمي ،مسلکي او اخلاقي معيارونه په رڼا کې محاسبه زده کړي،چې په ملي اونړیواله کچه ننګونو ته ځواب وييونکي وي،پر دې سربېره نوموړی ډيپارټمنټ ژمن دی تر څو د معياري او بې پري زدکړييزو خدماتو په پراختيا او دملي او نړيوالو بنسټونو سره د پيوستون له لارې خپلو چوپړتياوو ته نورو پراختيا هم ورکړي.
تحصیلي نصاب( تخصصي مضمونونه)
ګڼه |
د مضمون نوم |
کود نمبر |
ګڼه |
د مضمون نوم |
کود نمبر |
1 |
د مالي محاسبې اساسات ۱ |
EC-A-110 |
۱۴ |
مالي مدیریت ۲ |
EC-A-631 |
2 |
نظري او عملي مدیریت |
EC-A-209 |
۱۵ |
پرمختللې مالي محاسبه |
EC-A-614 |
3 |
د مالي محاسبې اساسات ۲ |
EC-A-211 |
۱۶ |
دتفتیش او تضمین خدمتونه |
EC-A-641 |
4 |
دمدیریتي محاسبې اساسات |
EC-A-312 |
۱۷ |
مالیات |
EC-A-616 |
5 |
سوداګریز حقونه |
EC-A-331 |
۱۸ |
عملي چارې |
EC-A-617 |
6 |
منځنۍ محاسبه |
EC-A-313 |
۱۹ |
سواګریز څېړندود |
EC-A-750 |
7 |
د لګښتونو مدیریت |
EC-A-424 |
۲۰ |
د اسلامي بانکونو محاسبه |
EC-A-715 |
8 |
د شرکتونو حقوق |
EC-A-422 |
21 |
پرمختللي مالیات |
EC-A-746 |
9 |
د شرکتونو محاسبه |
EC-A-433 |
22 |
دګروپي شرکتونو پرمختللې محاسبه |
EC-A-817 |
۱۰ |
د تفتیش بنسټونه |
EC-A-514 |
23 |
عامه تدارکات |
EC-A-826 |
۱۱ |
د عامه سکټور محاسبه |
EC-A-540 |
24 |
مونوگراف |
EC-A-851 |
۱۲ |
مالي مدیریت ۱ |
EC-A-545 |
25 |
سیمینار |
EC-A-852 |
۱۳ |
د اطلاعاتو د سیسټم مدیریت/ سوداګریز ارتباطات
|
EC-A-530 |