د لیلیو آمریت

د کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون او ښوونې روزنې پوهنتون پر شرايطو برابرو محصلینو ته د ليليې اړوندو خدمتونو برابرونه، د کابل پوهنتون مرکزي ليليه دوه ودانۍ لري، هره ودانۍ په څلورو، څلور پوړیزو بلاکونو کې جوړه شوې، چې ۱۹۲ خونې لري او د ۱۵۳۶ محصلینو ظرفيت لري. د محصلینو چارو د معاونیت او پوهنځيو له لورې ورپېژندل شوي محصلین په لیلییه کې له دې خدمتونو برخمنېږي، کټ او بستره (ابابه)، خوراک او څښاک، برېښنا، مرکز ګرمي، د بايوميټريک سيستم او راجستر، کمپيوټرلب او انټرنيت، سپورتي پروګرامونه او د علمي و کلتوري پروګرامونه. 

د يادونې وړ ده، چې پاسني خدمتونه د ۹۶ کسيز تشکيل په مټ برابرېږي او د مرکزي ليليې د عمومي مديريت، اداري معاونيت، د محصلینو د چارو معاونيت، د کابل پوهنتون د رياست او د لوړو زده کړو د وزارت له خوا څارل کېږي او د کابل، کابل طبي، کابل پوليتخنيک او ښوونې روزنې پوهنتونونو د محصلینو پر مخ پرانيستل شوه، چې اوس د ۱۱۹۷ محصلینو ظرفيت لري.

 

 

21

د کابل پوهنتون د ليليې يوه ودانۍ.

گالری رسانه

کابل پوهنتون د نارینه محصلینو په لیلیه کې د اوبو فلتر کولو دوه پایې ماشینونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم