د لړم میاشتې ۱۲ نېټې پېښې په مناسبت د وترنري پوهنځي محصلینو او استادانو د کابل پوهنتون یو شمېر محصلینو د شهادت او ټپي کېدو په مناسبت ، دعا وکړه
د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي یو شمېر استادانو، محصلینو او کارمندانو د کابل پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو یو شمېر محصلین، چې د لړم میاشتې ۱۲ نېټې په پېښه کې شهیدان او ټپیان شول، دعا وکړه او د دې وحشیانه برید د غندنې ترڅنګ یې د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو او کابل پوهنتون له کورنۍ سره یې غمشریکي او خواخوږي څرګنده کړه.
دا مراسم د وترنري علومو پوهنځي د استادانو، یو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون د وترنري پوهنځي په یوه ټولګي کې جوړ شول.