د لوړو زده کړو وزیر د کابل پوهنتون د غونډو له نوې ودانۍ او ۴۰ درسي ټولګیو ودانۍ څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۲:۵۷
ku

د هیواد د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر او مل پلاوي په داسې حال کې، چې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د علمي او محصلینو چارو مرستیالانو یې ملتیا کوله د کابل پوهنتون د غونډو له نوي تالاره، چې په یو وخت کې د ۱۵۰۰ کسانو د ځايېدو وړتیا لري او د ۴۰ درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر له دې ودانۍ څخه د لیدنې پر مهال د دې وداني وړتیا، امکانات او تجهیزات و ارزول او هغه یې د امکاناتو، اساسي او مډرن تجهیزاتو او په ورته وخت کې یې د کابل پوهنتون مهمه او لویه ملي پانګه یاده کړه او له هغې څخه یې په څارنه او ساتنه تاکید وکړ.

د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د لوړو زده کړو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د دې ودانۍ په هکله اړین معلومات وړاندې کړل او لدې څخه د څارنې او ساتنې د تعهد تر څنګ یې هیله وښوده، چې د یوې منظمې طرحې په جوړېدو سره به له دې ودانۍ څخه زیاته ګټه پوره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۹:۵
Background image

د کابل پوهنتون د ډاډګېرنې او خواخوږۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال (Journal of Social Sciences and Humanities) د ۲۰۲۵م کال څلورمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

په دې ګڼه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۲:۲۰
Background image

ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ

د علمي تجاربو د وسعت د لړۍ په دوام کې، دا ځل د کابل پوهنتون د دوه‌ ویشتو پوهنځیو ممتازو محصلانو ختیځ زون ته علمي سیر ترسره کړ.

په دغه سفر کې محصلانو د یادو ولایتونو له محترمو واليانو،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: