د لوړو زده کړو وزیر او په کابل کې د ایران جمهوري دولت استوګن سفیر د کابل پوهنتون له رییس سره وکتل او د پام وړ موضوعاتو باندې یې خبرې وکړې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۳:۱۳
ku

د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر او په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ډاکټر بهادر امنیان او مل پلاوي د روان ۱۴۰۰ د چنګاښ يه ۲۳ نېټه د چهار شنبې په ورځ له کابل پوهنتون او د دې پوهنتون له رهبري سره ولیدل او د پام وړ موضوعاتو د هغې له ډلې د ایران اسلامي جمهوريت سفارت فرهنګي رایزني او د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون سره علمي – فرهنګي اړیکو پیاوړتیا باندې خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ډاکتر بهادر امینیان او د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري پدې لیدنه کې په داسې حال کې، چې د پوهنتون د علمي او محصلینو چارو مرستیالانو هم حضور درلود، هر یو د دې لیدنې او خبرو د زمیني په برابرېدو خوښي وښوده، د علمي-  کلتوري همکاريو، د دې همکاريو پیاوړتیا او همدارنګه د دري ژبې او ادبیانو څانګې ودانۍ پروژې کار، چې د خپلو خبرو په لړ کې یې ورڅخه لیدنه وکړه، خبرې وکړې. درې واړو لورو پدې لیدنه کې دواړو دوستو افغانستان او ایران هیوادونو د ژورو دیني، اقتصادي، تاریخي، ټولنیزو او کلتوري مشترکاتو درلودونکي وبلل او د دې همکاریو په پیاوړتیا او د دواړو علمي او اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د علمي- کلتوري مناسبتونو په پیاوړتیا تاکید وکړ.

د لوړو زده کړو وزیر او د کابل پوهنتون رییس په کابل پوهنتون کې د ایران هیواد له لوري د دري ژبې او ادبیاتو څانګې جوړېډونکې ودانۍ د کار د توقف د عدم وضاحت په اړه د ایران اسلامي جمهوري سفیر تر خبرو وروسته، د دې ودانۍ د جوړېدو په برخه کې د ایران هیواد همکاري څخه د مننې ترڅنګ د قانوني ننګونو په له منځه وړو کې همکاري او د هغې د ودانیز کار د دوام پیل باندې تاکید او تعهد وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۲۷
Background image

په سلګونو محصلین له ظرفیت لوړونې کورسونو فارغ شول

په کابل پوهنتون کې د ظرفیت لوړونې له څلور میاشتنيو لنډمهاله کورسونو څخه ګڼ شمېر محصلین فارغ شول. دا کورسونه د عربي ژبې، انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ویناوالۍ، ریموټ سنسنګ، ګرافیک ډیزاین، علمي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۳۵
Background image

د پوهنتون محصلانو د فوټبال سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ

د کابل پوهنتون محصلانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پنځو پوهنتونونو ترمنځ د جوړو شوو فوټبال سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ. د دې سيالیو پایلوبه د کابل پوهنتون او پولي تخنیک پوهنتون ترمنځ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۳:۲۱
Background image

د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئيس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د ۱۴۰۴ هـ ش د سرطان په ۳مه، ترسره شوه.

په دې غونډه کې د فوق لیسانس برنامو د مسؤولينو فعالیتونه وستايل. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.