د لوړو زده کړو وزیر او د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال د کابل پوهنتون له لیلیې څخه لیدنه وکړه
د لوړو زده کړو وزیر دکتور عباس بصیر او د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال پوهندوی دکتور عبدالکریم توتاخېل د روان کال د غبرګولي په ۴ نېټه د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې، چې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال، د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال او د وزارت مرکزي رییسانو یې ملتیا کوله د کابل پوهنتون مرکزي لیلیو څخه لیدنه وکړه او د دې لیلیو وضعیت یې څېړه.
د کابل پوهنتون د لیلیو څخه د لیدنې پدې برنامه کې د لوړو زده کړو وزیر او د چارو ادارې مرستیال په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون د رهبري له لوري یې ملتیا کېدله د کمپیوټر لب، د طعام خانې، کتابتون، د لوبغالیو او استوګن ځایونو څخه لیدنه وکړه او په لیلیه کې د مېشتو یو شمېر محصلینو سره په ځینو ستونزو، د لیلیې د خدمتونو وړاندې کولو په څرنګوالي، اړتیاوې او نورو د اړتیا وړ موضوعاتو د حل او ارزونې په موخه خبرې وکړې.