د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدماتو انسجام رئیس د کابل پوهنتون نارینه محصلینو لیلیې څخه لیدنه وکړه
د لوړو زده کړو وزارت محصلانو خدماتو انسجام رئیس ښاغلي استاد کلیم الله محمدي په داسې حال کې د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال چې ښاغلي صلاح الدین ایوبي یې ملتیا کوله، د روان کال لړم میاشتې په ۲۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون نارینه محصلینو له لیلیې څخه لیدنه وکړه او له محصلینو سره یې خبرې وکړې د محصلینو وضعیت او د هغوی یې احوال یې له نیږدې واخیست.
په دې لیدنه کې محصلینو د خپلې غوښتنې او ستونزې د لوړو زده کړو وزارت محصلینو خدماتو انسجام رئیس سره شریک کړل او دهغوی دپام غوښتونکي شول.