د فارمسیوتیک دیپارتمنت
سریزه
دا دیپارتمنت د فارمسی پوهنځی یو له اساسی دیپارتمنتو څخه شمیرل کیړی. ددغه دیپارتمنت اساسی دنډه محصلانو ته د بیلا بیلو اولیه موادو لوست او روزنه او په لابراتواری او صنعتی کچه د درملو جوړول دی.
دغه دپارتمنت کی د درملو ټول شکلونه او ډولونه لکه جامد ، نیمه جامد ، اوبلن او ګازی اشکال تر مطالعه لاندی نیول کیړی او د درملیز اشکالو په جوړولو کی د محاسباتو تطبیق، ددرمل جورولو اساسی عملي ، ددرملو د فورمولیشن طرحه، ددرملو ترکیب او جوړول او د بایوفارمسیویتک مضمون، صنعت فارمسی ، ددرملو او طبی تجهیزاتو منجمنت او اداره ، لوستل کیړی. همدا رنګه د راز راز پورټنیو دوایی اشکالو اړوند عملی کارونو ترسره کول او همدا رنګه د درملو په فابریکو اودرملو د اداره او منجمنت په برخه کی د محصلانو لپاره د ستاژ ترسره کول ددغه دیپارتمنت یوه اهمه ډنده بلل کیړی. نو له دی کبله ددغه پوهنځی فارغان کولای شی چی د درملتون ، دتولیدی لابراتورونو او همدا راز د تولیدی فابریکو ټولی چاري په سمه ټوګه سرته ورسی.
لیرلید
ددیپارتمنت ارتقا اوپرمختگ د یوه با اعتباره علمی مرکز په ټوګه د متعهدو تخصصی کادرونود روزلوپه برخه کی. دعلمی څیړنود ترویج او د اکادمیکو خدماتو پیشکش او وړاندیز.
دنده (ماموریت)
د فارمسی پوهنځی د فارمسیوتیک دیپارتمنت ددغه پوهنځی دموخو د ترسره کولو په برخه کی د روزنیز اوڅیړنیزو برنامو له لاری او د خدماتو په وړراندی کولو سره، هلی ځلی کوی ترڅو د فارمسی د زده کړی لپاره خپل ټول وړتیا او توان وکاروی. دغی مهمی موخی رسیدو لپاره اړینه بریښی چی دیپارتمنت دغه اهداف تعقیب کړی:
- د معاصری فارمسی په لور خوزښت او د نړیوالو عالی ملی ستندردونو ته ځان رسول.
- کورني او بهرنی علمی ټولنو سره اړیکه نیول
- د کورنیو فارمسیوتیکی صنایعو سره په دوامداره ټوګه اړیکه درلودل
- د زده کړیالانو او فارغینو د علمی سویه د لا زیاتیدو په برخه کی اړین اقدامات
- د هیواد په کچه ددرملیزوستونځو د حل په لاره کی څیړنې
- د ټولنی د درملو اړوند اړتیاو په هکله علمی او مشورتی ډندوترسره کول
- د فارمسی د متخصصینو روزنه د روزني ، څیړني او صنعت په برخو د لاښه خدماتو وړاندیز لپاره
دزده کړو موخې
- زدکړیالان ( محصلان) باید د پام وړ معلومات د تولید اړوند سامان آلاتو او کوم معلومات چی د دوایی اشکالو د جوړیدو لپاره اړینه دی ، ولری.
- زدکړیالان باید د مختلفو درملیز و اشکالود جوړولوپه درشل کی د فورمولیشنونو د اجزاوو د محاسبی کولو وړتیا ولری.
- محصلان باید د فارمسی صنایعو په مختلفو برخو لکه د درملو ترکیب او جوړول، د فورمولیشنونود طرحی او انکشاف کی وړتیا ولری
- محصلان ( زدکړیالان) باید د روغتونو د درملتونونو او همدا رنګه د ښاری درملتونونو او د درملو د تدارکاتو د سیستم اړوند چاروپه برخه کی د دنډه ترسره رسولو وړتیا ولری.
- په دی ډادمن کیدل چی د فارمسی څانګی محصلان دا وړتیا ولری چی له فراغت نه وروسته، کولای شی د درملو د فورمولیشن په برخه کی ښی څیړنی سرته ورسوی.
ددیپارتمنت په کچه موقف
تحصیلی درجه
نوم
شماره
استاد ، ددیپارتمنت آمره
لیسانس
پوهاند ګلالی بابک
۱
ددیپارتمنت اکادمیک غړی
ماستر
پوهندوی آقا محمد ژکفر
۲
ددیپارتمنت اکادمیک غړی
د دکنورا محصل
پوهنیار محمد کریم حیدر
۳
ددیپارتمنت اکادمیک غړی
د دکنورا محصل
پوهنمل ویس الدین بدری
۴
ددیپارتمنت اکادمیک غړی
ماستر
پوهنیار امینه احمدی
۵
ددیپارتمنت اکادمیک غړی
د ماستری دوره محصل
پوهنیار عظیم الله ستانکزی
۶
ددیپارتمنت اکادمیک غړی
د ماستری دوره محصل
پوهنیاز نګینه سبحانی
۷
تکنیشن
لیسانس
رادیلا
۸