د فارمسي پوهنځي مینی لب لابراتوارونو کې د درملو د کیفیت ارزونې درېیم پړاو پای ته ورسېد
کابل پوهنتون او د پارتیسیپ دفتر ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اساس د فارمسي پوهنځي مینی لب لابراتوارونو کې د درملو د کیفیت ارزونې درېیم پړاو چې د روان کال د تلې په ۹ مه نېټه پیل شوی وو د لړم په ۳ مه نېټه پای ته ورسید.
پدې پړاو کې ۱۹ قلمه درمل چې ۲۲۰ نمونې پکې شاملې وې د ICRC دفتر پواسطه د مرکز او ولایاتو په شمول له ۳۳ روغتونونو څخه را ټولې او ارزونه یې ترسره شوه.
د ارزونې پدې بهیر کې د فارمسي پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو د یاد هوکړه لیک مطابق او د پوهنتون د رئیس په ټینګار عملي زده کړې ترسره کړې.
د ارزونې په پایله کې ۶۰ نمونې چې ۲۷سلنه جوړوي غیر معیاري (Sub-standard) و پیژندل شوې، د یادې ارزونې راپور به د سره صلیب او پارتیسیپ دفتر لخوا ترتیب او د کابل پوهنتون په شمول به ټولو اړوند مراجعو سره شریک شي.