د فارمسي پوهنځي محصلینو سالنګ درې ته علمي سیر ترسره کړ
په یاد علمي سير کې، چې مشري یې د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي استادانو کوله، محصلینو ته د ځينو طبي بوټو د خواصو او څېړنې په اړه مسلکي معلومات ورکړل شول؛ څو له چاپیریال او طبي بوټو سره بلدتیا پیدا او په اساس یې د طبي بوټو د څېړنې او پېژندنې زده کړو کې زیاتوالی را شي.
سالنګونه د هندوکش د واورینو غرونو په مرکزي ساحه کې د بحر له سطحې تر ۳۹۵۰ متره لوړ پراته دي. په یاده سيمه کې په زیاته کچه طبي بوټي موندل کېږي، چې په دوا جوړونې او علمي څېړنو کې ترې استفاده کیږي.