د فارمسي پوهنځي ستراتیژیک پلان لنډیز
کلونه: ۱۴۰۲ – ۱۴۰۶ هـ ش
لید لوری:
د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځی هوډ لري چې د معیاري تدریس، هدفمندې څېړنې، او د لوړ کیفیت خدماتو له لارې، د سیمې او نړۍ په کچه د معتبرو پوهنځیو له ډلې څخه وپېژندل شي.
مأموریت:
د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځی د درسي، علمي او مسلکي معیارونو مطابق د زده کړې مناسب او اسان شرایط برابروي، څو د هېواد ځوانان د فارمسي په برخه کې علمي او مسلکي موخو ته ورسېږي، اړینې پوهې او مهارتونه ترلاسه کړي او د هېواد د خدمت سرچینه وګرځي.
ارزښتونه:
- رښتینولي، عدالت، خلاقیت او نوښت
- د منابعو ساتنه او د مسؤلیت منل
- د اخلاقي، مذهبي او ملي معیارونو درناوی
موخې او ستراتیژیک محورونه:
لوي موخې |
ستراتیژیک محورونه |
موخه ۱ — د څېړنې تولید او وده |
د څېړنې فرهنګ پیاوړتیا، د څېړنیزو بنسټونو ملاتړ، او د علمي خپرونو پیاوړي کول. |
موخه ۲ — اداري اصلاحات |
په اداري چارو کې شفافیت او د HEMIS (د لوړو زده کړو د معلوماتو سیستم) تطبیق |
موخه ۳ — د نصاب بیاکتنه |
د نصاب وده د نړیوالو معیارونو او د کار بازار اړتیاوو سره سم. |
موخه ۴ — د کیفیت تضمین |
د کیفیت تضمین کمېټې فعالول او د فعالیتونو منظم ارزونه. |
موخه ۵ — برېښنايي زده کړه |
د ډیجیټلي زده کړې سیستمونه جوړول او د درسي ویډیوګانو چمتو کول. |
موخه ۶ — د بنسټونو ښه والی |
د حیواناتو کور (Animal House)، د درملو بوټو باغ، درسي دواخانه، او د طب سنتي مرکز جوړول. |
موخه ۷ — د ظرفیت لوړونه |
د استادانو د ماستري، دوکتورا او مسلکي ورکشاپونو لپاره استول. |
موخه ۸ — د اسنادو بیاکتنه |
د داخلي طرزالعملونو او علمي اسنادو تعدیل او تازه کول. |
موخه ۹ — د اړیکو پراختیا |
له د عامې روغتیا وزارت، د درملو له تولیدي شرکتونو او روغتونونو سره د تفاهملیکونو لاسلیک. |
موخه ۱۰ — عادلانه لاسرسی |
د جنسیتي عدالت رعایت، او د ټول محصلینو لپاره د صنفونو او لابراتوارونو تجهیز. |
د(قوت، ضعف، فرصتونه، ګواښونه) تحلیل
قوتونه:
- د فارمدي نصاب شتون، د دوکتورا او ماستري استادان.
- مجهز لابراتوارونه، علمي مجله، او د همکارۍ تفاهملیکونه.
- د عاید سرچینې او د څېړنې او تدریس تمرکز.
ضعفونه:
- د آنلاین تدریس لپاره کافي زیربنا نه شتون.
- د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو منظم پروګرام نهشتوالی.
- د داخلي طرزالعملونو مؤثره نهکارونه.
فرصتونه:
- د کابل پوهنتون ملاتړ.
- له مسلکي ادارو سره د تفاهملیکونو شتون
- د ماستري پروګرام، لنډ مهاله کورسونو او د درسي دواخانې د پرمختګ امکانات.
ګواښونه:
- د فارمسیسټ د واقعي مقام نه تثبیت د روغتیايي نظام په چوکاټ کې.
- د هغو استادانو نهراګرځېدل چې بهر ته د زده کړو لپاره تللي.
- د نړیوال علمي ژورنال د جوړولو محدودیتونه.
پنځه کلن عملیاتي پلان (د فعالیتونو بېلګې)
- د علمي کنفرانسونو او روزنیزو ورکشاپونو تنظیم.
- د درملو او فارمسیوتیکي محصولاتو کیفي تحلیل
- د طب سنتي مرکز، حیواناتو کور، او د درملو بوټو باغ جوړول.
- د ډیجیټلي زده کړې سیستمونو تطبیق او د درسي ویډیوګانو تولید.
- د کتابتون تجهیز (۱.۸ میلیونه افغانۍ) او د لابراتوارونو تجهیز (۱۸ میلیونه افغانۍ).
- د استادانو د زده کړو لوړول د داخلي او خارجي بورسونو له لارې.
د څارنې او ارزونې میکانیزم:
- د داخلېدو، محصول، پایلې، کار وړتیا او کیفیت شاخصونو کارول.
- د پلان د تطبیق دوامداره څارنه.
- کلنۍ ارزونه او د اړتیاوو او امکاناتو پر بنسټ د ستراتیژیک پلان تازه کول.