د فارمسي پوهنځي د دویم او درېیم صنف محصلینو بوټانيکي علمي سیر ترسره کړ

د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي د فارمکوګنوزي ډېپارټمنټ دویم او درېیم صنف محصلینو لوګر او میدان وردګ ولایتونو ته بوټانیکي علمي سیر د خپلو مسلکي استادانو په لارښوونه ترسره کړ. په دې علمي سیر کې محصلینو د طبي بوټو، ډولونو او ځانګړتیاوو په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړل او له بېلابېلو طبي بوټو ( مریم ګلي، اصلي بابونه ګل، اوښ اغزي، لروک، سیچ، سپين اغزي...) یې د هرباریم د تیارولو او پرېس لپاره نمونې واخیستې. د دې تر څنګ محصلینو ته د هرباریم تیارولو او د پرېس په اړه هر اړخیزې عملي زده کړې هم ورکړل شوې.