د فارمسي پوهنځي او څراغ لوړو زده کړو طبي موسسې ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه وشوه
د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او څراغ لوړو زده کړو طبي موسسې ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. چې له مخې به یې کابل هنتون فارمسي پوهنځی په درې عمده برخو کې له یادې طبي موسسې سره علمي همکاري کوي. د فارمسي پوهنځي رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر په وینا چې د فارمسي پوهنځی به د څراغ طبي موسسې استادانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه جوړوي، دغه راز به له محصلینو سره د عملي کار او ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري کوي، ترڅنګ به یې محصلین د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي له بډایه کتابتون او مجهزو لابراتوارونو څخه د څېړنې او مونوګراف لیکنې برخو کې عملي استفاده کوي.
د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاون دوکتور حامد سالاري هم په خپلو خبرو کې د څراغ طبي موسسې مسوولینو ته همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، د پوهنتون رهبري او اړوند مسوولین پلان کې لري ترڅو ورته نورې برنامې هم په لاره واچوي ترڅو د اکاډمیکو مراکزو اعتبار لا ډېر لوړ او با کیفیته شي.