د علمي شورا ناسته ترسره شوه
د کابل پوهنتون علمي شورا د پوهنتون د رئیس ښاغلي دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ ترسره شوه، نوموړي په خپله پیلزه وینا کې د کابل پوهنتون له لوري په کندهار کې ترسره شوي "د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس" ته په اشارې سره وویل، چې د کنفرانس د سپارښتنو او د عمل عمده ټکي به له ذیدخله ادارو سره شریک شي او د تطبيق لپاره به يې د نظام په کچه پر ګډ ميکانيزم باندې کار وشي.
په دې غونډه کې د تيرې شورا د پريکړو د تعقیب سربېره، د بهرنيو محصلينو د جذب، د تضمين کيفيت د معيارونو د مسودې د تعديل، د ګرځندوی صنعت پوهنځي د اداري تشکیل، د ١٤٠٤ل کال د کانکور لپاره د محصلينو د ظرفيت د تعين، اداري او مالي چارو معاونيت د ربعوار راپورونو، د کابل او ولایاتو پوهنتونونو د یو شمېر استادانو د ګومارنې، علمي ترفيعاتو او ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.