د شرعي علومو علمي-څېړنيزه نړيواله مجله پرليکه شوه
د علمي څېړنو د لا پياوړتيا د هڅو په لړ کې، د «مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل» په نوم د علمي-څېړنيزه مجلې د لومړي کال لومړۍ ګڼه خپره شوه.
ياده مجله د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونيت له لوري، د لوړو زده کړو وزارت له اصولو او نړيوالو معيارونو سره سم، تازه تاسيس شوې، چې د شرعي علومو په برخه کې د هيواد په کچه لومړۍ نړيواله څېړنيزه مجله ګڼل کيږي او د کورنيو او بهرنيو څېړونکو علمي مقالې خپروي.
يادې مجلې ته د لاسرسي لينک: