|
لیدلوری:
په ملي او نړیواله کچه د سیول انجنیري په برخه کې د تخصصي او مسلکي زدهکړې او څېړنې وړاندې کول.
ماموریت:
د متخصصو سیول انجنیرانو روزنه د عصري زدهکړې او عملي مهارتونو له لارې، د ټولنې اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره په بېلابېلو برخو کې د سیول انجنیري په ملي او نړیواله کچه.
تحصیلي اهداف:
د څلور کلن لیسانس پروګرام تر بشپړولو وروسته، د سیول انجنیري دیپارتمنت فارغان د لاندې وړتیاوو په لرلو سره کولای شي د دې دیپارتمنت په فرعي څانګو کې د سیول انجنیر په توګه کار وکړي:
- د ډېرو مغلقو انجنیري ستونزو د حل وړتیا د ساینسي علومو، ریاضیاتو، سیول انجنیري او اړوندو علومو د زدهکړو په تطبیق سره.
- د تجزیې او تحلیل وړتیا او د نوې او مناسبې تخنیکي وسایلو او سرچینو کارونه د پیچلو ستونزو د حل لپاره.
- د حل لارې د طرحې وړتیا د پیچلو ستونزو لپاره او د اجزاوو، سیستمونو یا پروسو ډیزاین چې د ځانګړو اړتیاوو سره سمون ولري یا نورې اړتیاوې په پام کې ونیسي.
- د څېړنې او پلټنې پر بنسټ د پیچلو ستونزو د حل وړتیا د مسلکي پوهې او د سیول انجنیري د مسؤلیتونو په ادغام سره.
- د اغېزمنو او باوري اړیکو د ټینګولو وړتیا د پیچلو انجنیري فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره.
- د انجنیري پرېکړو د اغېزو د درک وړتیا او د مسلکي اخلاقو تطبیق د دوامدار پرمختګ لپاره.
- فارغان کولای شي د استوګنیزو کورونو، صنعتي، مدني او تجارتي ودانیو تحلیل، ډیزاین او اعمار د نړیوالو کودونو سره سم ترسره کړي. همدارنګه دوی د مختلفو انجنیري پروژو د تطبیق لپاره د معیاري برآورد او میتودونو مهارتونه ترلاسه کوي.
- فارغان کولای شي د مؤثر او مصؤن ترانسپورتي سیستمونو طرح او ډیزاین وکړي او د هېواد په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.
- فارغان د اوبو لګولو سیستمونو ډیزاین کولای شي چې بندونه او کانالونه پکې شامل وي، او همدارنګه د ښاري اوبو رسونې او فاضلاب سیستمونه ډیزاین کړي. د سیول انجنیري فارغان د سطحي او ځمکې لاندې اوبو مدیریت هم ترسره کولای شي.
|