د زراعت پوهنځي محصلینو پروان ته علمي سفر وکړ
د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي د باغدارۍ څانګې محصلينو د علمي سیر په ترڅ کې پروان ولایت مرکز ته سفر وکړ، چې د زراعت پوهنځي استاد ښاغلي پوهنوال مسعود سعید له لوري د یو شمېر زینتي بوټو او ګلانو فارمونو اړوند معلومات ورکړل شول او له بېلابېلو فارمونو څخه محصلینو ته د لیدنې زمینه برابره شوه.
دغه راز د زراعت پوهنځي د لابراتوار مسوولینو او فارم آمر له لوري، د ګلانو او زینتي بوټو د فارم جوړېدو په هکله دوی ته په عملي بڼه هر اړخیز معلومات ورکړل شول، چې په څو قسمونو سره جوړېږي او پالنه یې څنګه کېدای شي.
د زراعت پوهنځی د کابل پوهنتون په انګړ کې هم د محصلینو عملي کار او غوره زده کړو په موخه لابراتوار، فارمونه او باغونه لري.