د دکتورا دورې محصلینو څیړنیزو دیزرتیشنونو دفاع پروګرام پیل شو
د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي دکتورا دورې محصلینو څیړنیز دیزرتیشنو ورستۍ مرحلې دفاع د روان کال زمري میاشتې په ۴نېټه پیل شوه.
په دې مرحله کې به د دکتور دورې ۵ تنه محصلین چې د پښتو او دري ژبې اړوند دي، د درېو ورځو په جریان کې د استادانو، محصلینو او ژوري هیئت په شتون کې د خپلو څیړنیزو دیزرتیشنو څخه دفاع وکړي.
ددې پروګرام د پیل په مراسمو کې د کابل پوهنتون فوق لیسانس برنامو آمر، د علوم اکاډمي استازو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلینو برخه اخیستې وه.