د خوراکي موادو د ټکنالوژۍ او حفظالصحې ډیپارټمنټ
د خوراکي د موادو د ټکنالوژۍ او حفظالصحې ډیپارټمنټ د خوړو د ټکنالوژۍ، د خوړو د حفظالصحې، د خوړو د تحلیل او د خوړو د قوانینو په برخو کې نظري او عملي درسونه وړاندې کوي. دا ډیپارټمنټ د دولتي او خصوصي سکتورونو لپاره مجهز او اغېزمن لابراټوارونه لري. د دغو مضمونونو د زدهکړې له لارې، د وترنري محصلان د بېلابېلو خوړو د تولید، پروسس، ساتنې، حفظالصحې او کنټرول له څرنګوالي سره بلدتیا ترلاسه کوي. دا ډیپارټمنټ کولای شي له اړوندو سکتورونو لکه د عامې روغتیا محترم وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د نورم او سټنډرډ ادارو، د حیواني خوړو د کیفیت د کنټرول، د سوداګرۍ محترم وزارت، همدارنګه له خصوصي متشبثینو، سازمانونو او ادارو سره اغېزمنه همکاري ولري.
ډیپارټمنټ د خوړو د امنیت د تأمین، د معیارونو د ټاکلو، د نړیوالو ستنډرډونو د پلي کولو، د خوړو په برخه کې د شته ستونزو د پېژندنې او د علمي څېړنیزو میتودونو له لارې د دغو ستونزو د حل په برخه کې مهم رول لوبوي، څو اړوند سکتورونو ته عملي مرسته او لارښوونه وړاندې کړي. د دې ډیپارټمنټ کاري تمرکز تر ډېره د خوړو د حفظالصحې، د انساني خوړو د ټکنالوژۍ او د خوړو د قوانینو په برخو کې دی، او هڅه کوي چې د خوړو معیارونه له علمي پلوه وټاکي. ډیپارټمنټ د دوکتورا او ماستري کچې وړ علمي کادر لري او په دولتي او خصوصي سکتورونو کې ارزښتناکه ونډه لري. دا ډیپارټمنټ د اړوندو سکتورونو په کاري کمېټو کې غړیتوب هم لري. د دې ډیپارټمنټ د علمي کادر غړي په علمي، څېړنیزو او ټولنې ته د خدماتو په ټولو برخو کې ژمن دي. همدارنګه، دا ډیپارټمنټ د خدماتو او تطبیقي علمي څېړنو له لارې د ځانبساینې ښه فرصتونه لري.