د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

tariq_admin
666

Event dates

Event dates -

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

پداسې حال کې چې په الهي تقدیر او د لوی خدای جل جلاله په رضا باندې باور او عقیده لرو، په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاد ښاغلي پوهاند دکتور احمدشاه زغم د ورپېښې ناروغۍ له امله لدې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړېدي.

پوهاند زغم د ژبپوهنې او استادی تر څنګ یو پیاوړی لیکوال، وتلی څېړونکی، ژورنالیست، ژباړن او شاعر هم و.

دکتور زغم د هېواد علمي ټولنې ته د خدمت او د ځوان نسل د روزنې په برخه کې ډېرې هڅې او زحمتونه ګاللي دي.

د کابل پوهنتون رهبري هیئت، د دې علمي بنسټ استادان او کارکوونکي د ارواښاد پوهاند زغم مړینه د دغه مرکز او د هېواد علمي ټولنې ته یوه ستره ضایعه بولي او له کورنۍ سره یې پدې لوی غم کې ځان شریک ګڼي.

د کابل پوهنتون رهبري مرحوم ته د مغفرت او کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.

 روح یې ښاد او یاد یې د تلپاتې وي

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د رغنيزو چارو په جریان کي نن د لوړو زده‌کړو وزارت او کابل پوهنتون ترمنځ د نښلونکي سړک د پراخوالي چاري پیل شوې.

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

More events

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۱۱:۸
Background image

د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

پداسې حال کې چې په الهي تقدیر او د لوی خدای جل جلاله په رضا باندې باور او عقیده لرو، په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل پوهنتون . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۸ - ۱۶:۵۵
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

 

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د انسان پېژندنې او لرغون پوهنې دیپارتمنت استاد پوهنوال . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۳۵
Background image

د کابل پوهنتون رهبرۍ د خواخوږۍ او ډاډ ګېرنې پیغام

انا لله و انا الیه راجعون

په ډېره ژوره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلی دکتور پوهاند عبدالقدوس راجی لدې فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.

پوهاند . . .