د حقوقي ستاژ تمثیلي محکمې سیالۍ ۱۳مه دروره ترسره شوه
په یاده تمثیلي محکمه کې قضایي هیئت، منشي، مدعی او مدعی علیه، مدافع وکیل، شاهدانو او اهل خبر کرکټرانو رول درولود.
په یاد پروګرام کې د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي استاد صلاح الدین ایوبي برخه اخیستې وه او د تمثیلي محکمې بهیر یې له نیژدې ولید.
د حقوقي زده کړو ملي مرکز سرپرست ښاغلي استاد نذیر احمدنثار د نوموړي پروګرام ارزونه غوره وبلله او ددې پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدارنګه داور استادانو د برنامې قوي او کمزورو ټکو په اړه ستاژرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د کابل پوهنتون حقوقي زده کړو ملي مرکز رهبرۍ دې ته ورته علمي او اغېزمنو برنامو ترسره کولو په موخه دوامداره هڅې کړې دي.